Poems

زلزله

                                                                         (د هند په سمندركې دڅونامي زلزلې ۱۵۵ زره كسان ووژل)

 او زمكه ريږدي
څپې الوځي
دخلكو لو دى
لكه قيامت، موراو زوى نه پيژني
دخداى ( ج ) پر زمكه څه بلا پريوتې
چې خلك يو دبل دغوښو بوى نه پوزې نيسي
طبيعت په لوبه بوخت دى
خلكو كبان نيول خو نه وو خبر
چې دطبيعت په يوه لوبه كې به
كبان په دوى ماړه شي
  كله چې زمكه دالله (ج ) دبندګانو تر پښو لاندې راوڅرخېده
 
لويانو چيغې كړې :
يارب
يا بګوان
يا عيسى ....بودا.... موسى را ورسيږئ ...
خوماشومان او ليوني پوه نه شول
چې چا ته پاس وګوري
دوى ډېر نېكمرغه وو چې نه پوهېدل
ځكه اول يې زلزلې ته كټ كټ وخندل او وروسته مړه شول
اسمان لا شين و
چا څه ونه ويل
دڅپو غږ كې چيغې ډوبې شوې
خنداوې پراوبولاهوشوې. 
ښځې تر اوسه لا څپو ته ګوري
خو شپه تياره وي داوبو پر سر د هېڅ ماهيګير
دكوچنۍ بېړۍ څراغ نه ښكاري
په جوماتونو كې اذان
په مندرونو كې زنګونه نشته
دكليساوو صليبونه مات دي
خلك دلويو پانګه والو دخيرات په ډوډۍ
يو بل له ستوني نيسي
او ماشومان 
لاهم په خټو كې دمړو ميندو له تيو څخه وينې روي
 
 
 
پر زمكه خلك ډير دي
څوك يې په جنګ څوك يې په اور كې سوځي
څوك زلزله كې تر اوبو او خاورو لا ندې ورك شي
او يوځل بيا بشر په دې پوهېږي
چې مرګ دكونډو يتيمانو غم وي
نه دهغو چې مړه شول
دمرګ غميزه لا ژوندۍ ده
دهندي او بنګالي ښځو له اوښكو سره لوبې كوي
خو ها چې مړه شول په دې نه پوهيږي .
 
 * *
 
يو ليونى د ونې ښاخ كې ناست و
ونه ولاړه وه دخټو منځ كې
او ليونى لكه مرغه په كې ژوندى پاتې و
ليوني وژړل او ويې خندل
او بيا يې داسې وويل :
په دې دنيا كې به لا اوس هم چېرته جنګ روان وي
اوځينې خلك به دځينو خلكو وينې غواړي
دا دى طبيعت ورسره مرسته وكړه
طبيعت ډېر ووژل
نو اوس كېداى شي
جګړه ماران ماړه وي
او جګړه ودريږي ....
ليوني وژړل او ويې خندل
ونه ولا ړه وه
او دى لكه مرغه په كې ژوندى پا تې و.